د هرات ښار د امنیت ټينګښت په اړه د دغه ولایت د والي ډاډ
د هرات والي عبدالصبور قانع نن په دغه ولایت کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له ولسي پاڅونوالو سره په همغږۍ د طالبانو له لوري پر هرات ښار د بریدونو د مخنیوي لپاره پر چمتوالي بوخت دي.