د سوریې مشر احمد الشرع د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو لهخوا د ملکي کسانو د ډلهییزې وژنې له راپورونو وروسته، دې برخه کې د څېړنو ژمنه کړې ده.
د سوریې د بشري حقونو یوې ډلې نن (دوشنبه د کب ۲۰) رپوټ ورکړی چې د روانې مارچ میاشتې له شپږمې راهیسې د سوریې د امنیتي ځواکونو یا دولت پلوه ملیشو لهخوا ۹۳۷ ملکیان وژل شوي.
رپوټ کې ویل شوي چې دغه ډلهییزه وژنه د مخکیني ولسمشر بشارالاسد اړوند «علویانو» سیمه کې چې د هغه پلویان هم په کې اوسیږي، د چاڼیزو عملیاتو پر مهال شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سوریه کې تازه تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې تېره سهشنبه د بشار الاسد وفاداره ځواکونو د دغه هېواد د نوي دفاع وزارت دوه پوځیان د «لاذقیه» ښار په الدعتور سیمه کې ووژل.
تر دې پېښې وروسته د سوریې د نوي حکومت ځواکونو او ملاتړو وسلهوالو په یادو سیمو کې د مخکیني حکومت پلوه کسانو د تصفیې په نوم پراخ عملیات پيل کړل.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
دغه وژنې د بشار الاسد د حکومت له ړنګېدو او سوریه کې د نوي حکومت له راتګ وروسته د ملکیانو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو خونړۍ پیښه بلل شوې ده.



