
د سوریې مشر: د ملکي کسانو ډلهییزې وژنې په اړه پلټنې کوم
د سوریې مشر احمد الشرع د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو لهخوا د ملکي کسانو د ډلهییزې وژنې له راپورونو وروسته، دې برخه کې د څېړنو ژمنه کړې ده.
د سوریې د بشري حقونو یوې ډلې نن (دوشنبه د کب ۲۰) رپوټ ورکړی چې د روانې مارچ میاشتې له شپږمې راهیسې د سوریې د امنیتي ځواکونو یا دولت پلوه ملیشو لهخوا ۹۳۷ ملکیان وژل شوي.