د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ له بریا وروسته قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي چې ټرمپ د عمل او کار سری دی.
شاهین له «NHK» رسنۍ سره په یوې مرکه کې ویلي چې دوی غواړي له واشنګټن سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه دې مرکه کې ویلي: «موږ له نړۍ او واشنټګن سره مثبت تعامل ته اماده یوو.»
شاهین په ۲۰۲۰کال کې د ټرمپ ادارې او ا.ا ترمنځ د سولې یوې هوکړې ته په اشارې سره چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره یې لاره هواره کړه، وویل: «داسې ښکاري چې ټرمپ د کار او عمل سړی دی او زه فکر کوم چې موږ باید د مسلو په حل کې رېښتیني واوسوو.»
شاهین همداراز دې مرکه کې د طبیعي سرچینو د پراختیا برخه کې د همکارۍ هیله څرګنده کړې.