یوشمېر افغان ښځې د اختر په را نږدې کېدو سره د نارینهوو له همکاري پرته د کور کارونه کوي؛ جامې مینځي، کور پاکوي، وچه او تازه مېوه برابروي او د مېلمنو لپاره د دسترخوان په اوارولو سره د اختر هرکلی کوي. سلاموطندار په دغه راپور کې د بېلابېلو ولایتونو له ۲۶ ښځو سره مرکې کړي او ۱۹ هغو ویلي چې نارینه یې د کور په کارونو کې ورسره همکاري نه کوي.
د سرپل اوسېدونکې ملالۍ چې څلور کاله یې د واده کېږي، وايي چې خاوند یې د کور په کارونو کې ورسره هېڅ ډول همکاري نه کوي. هغه زیاتوي: «نه یوازې د اختر ورځو کې، بلکې نور کله هم همکاري نه کوي؛ کله مې چې ماشوم ژاړي او زه جامې مینځم، همکاري نه راسره کوي؛ دا ما ناراموي او فکر کوم چې که ورته مهمه یم، هرومرو یې راسره مرسته کوله.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د جوزجان اوسېدونکې شګوفه هم وايي چې د کورنۍ نارینه یې د کور په کارونو کې ورسره مرسته نه کوي. هغه زیاتوي: «زموږ د کور نارینه ډېر نازولي دي؛ د کور هېڅ کار ته لاس نه وروړي؛ کاش چې همکاري یې کولای، زموږ لاس به هم لږ پرې سپک و؛ له زوره چې کور ته مو مېلمانه ډېر راځي، ستړې کېږم او ناچاره یم چې د ټول کور یوازې وکړم.»
د فاریاب اوسېدونکې یلدا هم وايي: «زموږ نارینه د کور په کارونو کې مرسته نه کوي؛ دوی وايي موږ نارینه یوو او کار مو ستاسې د نفقې راوړل دي؛ وايي چې د کور کار ستاسې دی؛ نظر یې دا دی چې له پخوا همدا دود و دستور دی.»
د کابل اوسېدونکې خالده بیا وايي چې د کور کار کې د نارینهوو نه همکاري ناسم حس ورکوي. هغه وايي: «دوی چې له موږ سره مرسته نه کوي، سړي ته ناسم حس ورکوي؛ د کمترۍ حس کوو؛ زړه مو ماتېږي کله چې نارینه وايي، تاسې ښځې یاست او د کور کارونه وکړئ.»
د فراه اوسېدونکې نبیلا هم وايي: «موږ ښه حس نه لرو؛ داسې حس کوو چې کوم ارزښت نه لرو او د کورنۍ اضافي غړي یوو.»
بلهخوا یوشمېر ښځو بیا ویلي چې خاوندان یې نه یوازې د کور کار ورسره نه کوي، بلکې له تاوتریخوالي ډک چلن هم ورسره کوي.
د ننګرهار اوسېدونکې حبیبه وايي، د خاوند لفظي تاوتریخوالي پر اروايي ناروغي اخته کړې ده. هغه زیاتوي: «خاوند مې د کور کار کې هېڅ مرسته نه کوي او تل غالمغال کوي؛ له زوره چې اندېښنې مې وکړې، پر عصبي ناروغي اخته شوم.»
د جوزجان اوسېدونکې سمیرا هم وايي چې د خاوند ناسم چلن یې ځوروي. هغه زیاتوي: «ناسم حس لرم او ناهیلې کېږم؛ ځکه تل په کور کې هر څه د نارینهوو لپاره تیاروو، خو دوی برعکس که یو کوچنی څیز ورته ونه رسېږي، غالمغال کوي او سپکې سپورې وايي.»
اوو ښځو ویلي چې د کورنۍ نارینه یې ورسره د کور کار کې همکاري کوي او دا همکاري لامل شوې چې د کور کارونو فشار پرې را کم شي.
د جوزجان اوسېدونکې فرېبا وايي، د کورنۍ نارینه یې د کور کارونو، په تېره په ځانګړو مناسبتونو کې ورسره همکاري کوي. هغه زیاتوي: «پلار او ورونه مې د اختر لپاره په تیاري نیولو کې راسره مرسته کوي؛ مخکې داسې نه و، ټول کارونه به مې ما او مور یوازې کول، خو اوس داسې نهده؛ پلار او ورونه مې په پوره درناوي او مهربانۍ راسره مرسته کوي.»
د کابل اوسېدونکې رقیه وايي: «د کور نارینهوو راسره مرسته کړې؛ د اختر ورځو کې، په ورځنیو کارونو یا هر کله مو چې کار زیات وي، لکه د پخلي او د کور پاکولو پر مهال.»
د ښځو حقونو فعاله ثریا پیکان وايي، په ټولنه کې نرواکي و واکمن دودونه لامل شوي چې نارینه له ښځو سره د کور کارونه ونه کړي. هغه زیاتوي: «د افغانستان ټولنه نرواکه ده او له ښځو د نارینهوو غوښتنه دا ده چې تل د کور کارونه وکړي او د اختر ورځو کې د اختر کارونه هم وکړي؛ نارینه پهکې ونډه نه اخلي.»
یوشمېر دیني عالمان له ښځو سره د نارینهوو همکاري نبوي سنت بولي او وايي، نارینه باید له ښځو سره د کور کار کې همکاري وکړي. دیني عالم بشیراحمد حنفي وايي: «د کور کار په اسلام کې د ښځو او نارینهوو ګډ دی. د اسلام پیغمبر له خپلو ښځو سره همکاري کوله او نارینه باید له ښځو سره د کور کار وکړي، په تېره د اختر ورځو کې چې کارونه یې زیات وي.»
د افغاني ټولنې دودیز جوړښت او په کورنیو کې ناوړه واکمن باورونه چې کارونه هم د جنسیت له مخې مشخص شي او نارینه د کور کار د ښځو مسوولیت وبولي؛ په دې برخه کې ورسره همکاري ونه کړي او دا بیا ښځې نارامه کوي.