Asset 1SWN

له ۲۲ کاله فعالیت وروسته سکایپ نن رسما تړل کیږي

سکایپ

د مایکروسافټ شرکت مسوولانو ویلي، سکایپ اپلیکېشن له څه باندې ۲۲ کلونو وروسته نن د مې ۵مه رسمآ تړل کېږي.

سکایپ په ۲۰۰۳ کال کې چې ځیرک ټیلیفونونه عام نه‌وو، د غږیزې او ویډیويي اړیکې لپاره تر ټولو غوره وسیله بلل کېده او میلیونونو کسانو کاراوه، خو وروسته یې خپل کاروونکي له لاسه ورکړل.

مایکروسافټ په ۲۰۱۹ کال کې د ټیمز «TEAMS» په نوم اپلېکېشن چې د سکایپ ټول قابلیتونه لري، بازار ته وړاندې کړ او دا هم د سکایپ کارونکو د کمېدو ستر لامل ګڼل کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


مایکروسافټ په ۲۰۱۱ کال کې سکایپ په ۸.۵ میلیارډ ډالرو وپېره چې هغه مهال یې څه باندې ۱۵۰ میلیونه کاروونکي درلود، خو ۲۰۲۳ کال کې د سکایپ کاروونکو شمېر یوازې ۲۳ میلیونه ښودل شوی.

د مایکروسافټ شرکت د مالوماتو له مخې، د دوی د نوي ټیمز اپلېکېشن څخه دا مهال شاوخوا ۳۲۰ میلیون کسان کار اخلي.

مایکروسافټ دا نه‌دي ویلي چې د سکایپ په تړل‌کېدو سره به څومره کسان خپلې دندې له لاسه ورکړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام