د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن (شنبه، ثور ۶) خیبرپښتونخوا کې یوې غونډې ته ویلي، هېواد یې هڅه کوي چې له افغانستان سره ښو اړیکو ته دوام ورکړي.
د هغه په وینا، په دې تړاو یې اسلامي امارت ته ښکاره پېغام استولی چې اسلاماباد د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو ده وویل چې: «که څه هم کابل سره د سولهییزو اړیکو هیله لرو، خو دا تر هغه وخته امکان نهلري، ترڅو چې افغان خاوره د پاکستان پر وړاندې کارول کیږي.»
د اسلامي امارت مسوولانو تراوسه د پاکستان د لومړي وزیر دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې وړاندې یې تل له پاکستان سره د ښو اړیکو هیله څرګنده کړې او په وینا یې، افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې ونهکارول شي.



