ټاکل شوې د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبه افغانستان کې د دغه سازمان د سیاسي استازولۍ یا یوناما ماموریت غځېدو په اړه پرېکړه وکړي.
د راپورونو پراساس، امنیت شورا به د هغه پریکړهلیک پر مسئودې رایه اچونه وکړي چې افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدیدوي.
ویل شوي چې دا ځل به د یوناما ماموریت د ۳ میاشتو لپاره وغځول شي.
امریکا ویلي چې د دې ماموریت لنډمهاله تمدید به امنیت شورا ته فرصت ورکړي، څو دا وارزوي چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته پام، آیا هغه مناسب او بشپړ د پلي کیدو وړ دی اوکنه.
د یوناما یو کلن ماموریت سبا سهشنبه د مارچ په ۱۷مه پایته رسیږي او که د امنیت شورا غړي د پریکړهلیک مسوده تصویب کړي، نو هغه به د جون میاشتې تراولسمې پورې وغځیږي.