Asset 1SWN

سلام وطندار

د لوګر خوښۍ ولسوالي سېلاب‌ځپلو لپاره نمرې وېشل کېږي

4b7d901d-7fd8-4da2-bded-c8f2682ff096

د لوګر محلي مسوولان وایي چې د اسلامي امارت مشرتابه تازه حکم له مخې، به د خوښۍ ولسوالي د وروستیو سېلابونو له امله په زیانمنو شویو کورنیو د هستوګنې نمرې ووېشل شي.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمدصدیقي سلام‌وطندار ته وویل چې سېلابونو په خوښي ولسوالي کې لسګونه کورنۍ زیانمنې کړې او د هغوی د بیړني وضعیت د مدیریت لپاره ځانګړې نمرې د سرپناه په توګه په پام کې نیول شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د نمرې وېش نه یوازې د متضررو کورنیو د اوسېدو اړتیا پوره کوي، بلکې د راتلونکو احتمالي طبیعي پېښو د خطر د کمولو لپاره هم مهم ګام بلل کېږي.

صدیقي وایي، د متضررو کورنیو د کره شمېر او مستحقینو د تثبیت لپاره سروی او ارزونه د اړوندو ادارو په همغږۍ روانه ده.

د ده په وینا، یاد سروی د زیانونو کچه، د کورنیو اقتصادي وضعیت او د استوګنې اړتیاوې په دقت ارزوي چې د نمرې وېش پروسه په روڼتیا او عدالت سره ترسره شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د والي ویاند په وینا، له دې سروې وروسته به د نمرې وېش عملي پړاو پیل شي او هڅه به وشي چې ټول مستحقین په لومړیتوب سره د استوګنې د نمرې له اسانتیا څخه برخمن شي.

چارواکي وايي چې د سېلاب‌ځپلو کورنیو د ملاتړ لپاره د نورو مرستو د برابرولو هڅې هم روانې دي.

د خوښۍ ولسوالۍ اوسیدونکو هم د اسلامي امارت د مشترتابه د ځانګړي حکم هرکلی او ملاتړ کوي، خو ټینګار کوي چې د هستوګنې دغه نمرې دې په شفافه توګه په مستحیقو کورنیو ووېشل شي.

هېره دې نه وي چې له نن څخه دوه کاله وړاندې د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د سخت اوروښته وروسته سېلابونه راوتلي وو چې د سر زیان سربېره یې ۶۰۰ د هستوګنې کورونه هم نړولي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام