زابل کې سخيداد چې یو وخت یې ژوند یوازې د نشهيي توکو تر پیدا کولو او کارولو محدود وو، اوس روغ رمټ دی او د ځان بسیاینې پر لور ګامونه اخلي.
هغه وویل، پخوا به یې کنډوالو کې شپې سبا کولې، خو اوس روغ صحت لري او د حلال رزق ګټلو ته راوتلی.
هغه سلاموطندار ته وویل: «الله مهربانه شو او اوس جوړ یم. له خپل ژوند خوشحاله یم. هغه ژوند خو نهژوند وو، زه به وم او کنډوالې به وې، همداسې مې ژوند مخ ته راون وو. اوس شکر دی بازار کې کاروبار کوم. کراچۍ لرم، د سهار او شپې ډوډۍ پیدا کوم.»
خو د ده د بدلون شاته یوازې فردي اراده نه، بلکې پراخ ټولنیز ملاتړ موجود دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه د کورنۍ غړي عبدالسلام او عبدالرحمن وایي، سخيداد اوس روغ شوی، خپل عبادت ته پام کوي او د ټولنیز ژوند عادي برخه ګرځېدلی.
دوی وايي: «په خپل کار اخته دی، له ډاکټرانو مننه کوو چې د هغه په رغولو کې یې مرسته وکړه. اوس په خپل کار اخته وي او دومره یو څه کوي چې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.»
«پخوا د ده ډېر خراب وضعیت وو، ټوله ورځ به در په دره ګرځېده. مونږ ډېر پرې ځورېدو، اوس د الله ج په مرسته جوړ شوی. له روغتون نه هم منندوی یو. اوس خپل کار او کسب کوي. سهار خپلې کراچۍ وباسي او کار کوي.»
د زابل د روږدو د ۵۰ بستریز روغتون امر سید امین ثاقب چې د سخيداد د درملنې بهیر یې له نږدې لیدلی وايي، هغه یې په بد وضعیت کې وموند، خو اوس نه یوازې نشهيي توکي نه کاروي، بلکې نورو ته هم له نشهيي توکو د خلاصون بلنه ورکوي.
هغه زیاته کړه: «سخيداد پخوا ډېر بد وضعیت کې وو، ان لیونتوب ته رسېډلی وو، بیا مونږ پیدا کړ او رامو وړ، دلته روغتون کې مو ۴ میاشتې بستر کړ. کله چې علاج یې وشو، تشویق مو کړ او خپله خواري کوي. شاوخوا ۲ کاله کیږي چې عادي ژوند یې پیل کړی، اوس هم کله ناکله روغتون ته راضي او نورو ناروغانو ته مشوره ورکوي، چې نشيي توکي خوشې کړي.»
ټولنیز فعال محمد امین بیا فقر، بیکاري، ناسمه ملګرتیا او د قانون کمزوری تطبیق د روږدي کېدو اصلي لاملونه بولي. دی وايي، په نشهيي توکو د روږدېدو مخنیوي لپاره عامه پوهاوي، د درملنې مرکزونو، کاري فرصتونو او د نشهیي توکو د قاچاق پر وړاندې جدي مبارزې ته اړتیا ده.
هغه سلاموطندار ته وویل: «نشهيي توکي یوازې د یوه فرد ستونزه نه ده، بلکې ټولڼې، اقتصاد او ټولنیز ژوند ته ډېر زیان رسوي. روږدي کسان یوازې خپله راتلونکې خپل خطر سره نه مخ کوي، د ټولنې په اوږو بار ګرځي. ټولنیز ارزښتونه کمزوري کوي او د جرمونو د زیاتوالي لامل کیږي.»
د اسلامي امارت بیا ځلې واکمنېدو راهیسې زابل کې د شاوخوا ۱۰۰۰ روږدو درملنه شوې چې له دې ډلې ۱۰۰ تنه کندهار ته استول شوي او دا مهال هم ۳۰ نور تر درملنې لاندې دي.