Asset 1SWN

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ ۱۲ کسان وژل شوي

2000

د اوکراین پر یوشمېر ښارونو د روسي ځواکونو په تازه راکیتي بریدونو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې د اوکراین په مرکزي ښار اومان کې پر یوې ودانۍ د روسي ځواکونو له لوري د توغول شویو راکېټونو د لګېدو له امله لس کسان وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي. همداراز د یاد هېواد په ډینیپر ښار کې هم د روسیې د توغول شویو راکېټونو له کبله یوه مېرمن او درې کلنه لور یې وژل شوي دي.

د اوکراین په ځینو نورو ښارونو له هغې ډلې په کریمینچوک او پالتاوا کې هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي پر دغه هېواد د روسیې تازه بریدونو ته په غبرګون کې پر نړیوالو غږ کړی چې پر روسیې دې بندیزونه زیات کړي.

زیلنسکي پر خپله ټوېټرپانه لیکلي، تازه بریدونو وښوده چې د روسیې پر وړاندې نړیوال اقدام ته اړتیا ده. هغه لیکلي: «د وسلو په واسطه د بدۍ مخه نیول کېدای شي، زموږ مدافعین یې کوي او دا د بندیزونو له لارې شونې ده. نړیوال بندیزونه باید زیات شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال اوکرایني چارواکي همداراز ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سېسټم د روسیې د دوو ډرون او ۲۳ راکېټونو بریدونو له ډلې یې ۲۱ بریدونه په هوا کې شنډ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام