Asset 1SWN

د کابل-کندهار لویې لارې رغېدنه؛ مسافر او موټرچلوونکي: سفر ستړی کوونکی دی

بببببببببببببببببببب

محمدجمشید له څلور ساعته سفر وروسته تازه د غزني د موټرو تم‌ځای ته رسېدلی دی. د سفر ستړیا یې له څېرې معلومېږي.

هغه وايي، له غزني څخه کابل ته سفر له ستړیاوو او انتظار ډک او ستونزمن شوی دی. محمدجمشید د کابل-کندهار لویې لارې د بیارغونې چارو له امله مسافر وړونکي موټر اړ دي چې پر خامو لارو تګ‌راتګ وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «کابل ته چې راځو پر لاره ډېرې ستونزې دي، سړکونه خامه دي، د میدان ښار له لارې پر خامه سړکونو راځو، د سړک ډېره برخه خامه ده. ډېر په ستونزو کې یوو.»

د کابل-کندهار لويې لارې یوه بل مسافر امين‌الله وویل، که د ژمي له رارسېدو مخکې د دغه سړک د بيارغونې چارې بشپړې نه‌شي، پر دې لاره به د موټرو تګ‌راتګ ستونزمن او ناشونی شي.

نوموړي وویل: «اته-نهه میاشتې کېږي چې کار یې پیل کړی او چارې یې ورو روانې دي، ۵۰سلنه پوخ شوی، هوا سړه ده او هڅه دې وکړي چې پاتې هم ژر پوخ کړي، ځکه مسافر ډېر په تکلیف دي.»

په همدې حال کې د کابل-غزني لویې لارې یوشمېر موټرچلوونکي بیا سلام‌وطندار ته وايي، پر خامه او خرابه لار یې سفر له ګڼو ستونزو ډک وي. محمدعلي چې پر دې لاره موټر چلوي، وايي، بدیل سړک یې له خاور ډک او تګ پرې له ستونزو سره مل دی.

هغه وویل: «د ورځې ښايي یو ټایر له‌منځه لاړ شي، له سرپرست حکومت غواړو چې تر ژمې دې د سړک کارونه خلاص کړي، وړو موټر او مسافرو ته سخته ده.»

بل‌خوا د لارې خرابوالی او اوږد سفر د دې لامل شوی چې د کابل-غزنی پر لاره د مسافرو شمېر هم د پخوا په پرتله کم شی.

د دې لارې موټرچلوونکي وايي چې د غزني اوسېدونکي پر دې لاره تګ‌راتګ ته زړه نه‌ښه کوي چې له کبله یې کاروبار او تجارت هم ستونزمن شوی.

ميدان‌وردګ او غزني ولايتونو کې د کابل-کندهار لويې لارې د بيارغونې چارې د ټولګټو وزارت له‌خوا د روان کال په پيل کې پيل شوې دي.

د غزني د ټولګټو رياست چارواکي وايي، د دې ولایت په اندړ کې د دې لويې ١٢٢ کيلومتره سړک قرارداد له دوو شرکتونو سره شوى چې تراوسه يې د ٢٥ کيلومتره سړک چارې بشپړې شوې دي.

د غزني د ټولګټو رییس محب‌الله عباس سلام وطندار ته وویل: «موږ د غزني ساحه کې د کابل-کندهار عمومي شاهراه چې په دوه پلاټ کې ده، یو د قلعه‌‌عزیز تر اسفنده دښتې پورې، دویم د اسفنده تر مقر بازار پورې ده چې موږ دوه شرکتونو ته ورکړي چی تقریبا د یوه شرکت ۹۶ کیلومتره ده چې اوس تقریبا ۲۵ کیلومتره آسفالت اچول شوی او تقریبا تر باران قلعه پوری پلچکان هم جوو شوې دي.»

د غزني د ټولګټو رییس د یادې پروژې د چارو مخته وړو له امله د دې لارو له مسافرو او موټرچلوونکو د زغم غوښتنه کوي او په وینا یې، د هوا په سړېدو سره به یې چارې ودروي.

نوموړي وویل: «ټول ولس ته موږ حوصله‌مندي غواړو چې دوی باید حوصله ولري، نو انشاالله که خدای کول، تر هغه وخته پورې چې کار کېدای شي، د سږکال لپاره، موږ خپل کار کوو او د اسفالت کار او پلچکانو کار به دوام لري، نو وروسته بیا که خدای کول، په اینده کې، خدای مهربانه دی چې دغه تول سړک وسپارل شي.»

د کابل-کندهار لویه لاره د پخواني جمهوري نظام په لومړیو کلونو کې پخه او په اساسي توګه ورغول شوه، خو په تېرو دوو لسيزو کې د سړک غاړې ماينونو چاودونو او د باروړونکو موټر د ډېر بار له امله ویجاړه شوه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اوس چې دغه لاره یو ځل بیا رغول کېږي، خلک له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې ورته پاملرنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام