د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د مسکو پنځمې امنیتي غونډې ته په وینا کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره دغه هېواد کې نړیوال ترهګر فعال شوي او افغانستان ورسره د پرمختګ پر ځای، لا کمزوری شوی دی.
د مسکو پنځمه امنیتي غونډه د مرکزي اسیا هېوادونو، چین، هند او ایران د امینت شورا سلاکارانو په ګډون پرون د روسیې په مسکو کې جوړه شوه. پاکستان ته هم دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت پرون د نه ګډون خبر ورکړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته وخت کې د روسیې د امنیت شورا سلاکار نیکولای پاتروشف اندېښنه څرګنده کړې چې افغانستان کې له امریکايي ځواکونو پاتې وسلې به په درېیم هېواد کې تور بازار ته لاره پیدا او د ترهګرو لاس ته ولوېږي.
د افغانستان په اړه د مسکو دې امنیتيغونډې ته د اسلامي امارت استازی نه و وربلل شوی چې د سیاسي چارو شنونکي یاده غونډه کې د اسلامي امارت نه ګډون د افغانستان پر زیان بولي.
د سیاسي چارو شنونکو داوود طنین او محمود اظطرابي په دې اړه سلاموطندار ته وویل:
«زه فکر کوم چې دې غونډې ته د اسلامي امارت نه ور بلل، دا پیغام لري چې د سیمې او نړۍ هېوادونه دې باور ته نهدي رسېدلي چې اسلامي امارت د واکمن نظام په توګه ومني.»
«د مسکو فارمټ بدلون وموند و منشور یې بدل کړ. هغه څه چې دې غونډه کې ویل کېږي، په داسې حال کې چې طالبانو په ۲۱۰۷ کې فعال ګډون درلود، خو نن د اسلامي امارت استازی نه بلل کېږي. د هر ګاونډي په پرتله دغه امنیتي ګواښونه افغانستان کې د ترهګرو ډلو د مرکزونو جوړېدو څخه را پورته کېږي او پوتین یې په اړه اندېښنه ښيي.»
د مسکو په پنځمه امنیتي غونډه کې د سیمې هېوادونو ته له افغانستانه د ورپېښو ګواښونو ترڅنګ، افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو هم ټینګار شوی دی. خو اسلامي امارت بیا تل دا ډول څرګندونې رد کړي او خپله کابینه یې ټولګډونه ګڼلې ده.
د سیاسي چارو شنونکی شمشاد عزیز په دې اړه وايي: «روسیه ډارېږي که افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ نه شي، د اسلامي امارت مخالفان ډېر شي او دې ډله کې داسې کسان هم وي چې د سیمې هېوادونو پولې ناامنه کړي، دا به د ایران، چین او روسیې لپاره د ګواښ لامل شي.»
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلاموطندار ته ویلي چې افغانستان اوس د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نهدی او له امریکا پاتې ټولې وسلې له امارتي ځواکونو سره دي یا هم په بیتالمال کې ساتل کېږي.
کریمي وايي، افغانستان کې به هېڅ ډلې ته اجازه ور نه کړي چې د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان خاوره وکاروي او په خبره یې، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته هېڅوک نهدي توانېدلي چې له هېواده نورو هېوادونو ته وسلې قاچاق کړي.
د سیمې هېوادونه داسې مهال د افغانستان د امنیت او له دغه هېواده دوی ته د ورپېښو ګواښونو په اړه اندېښنه څرګندوي چې افغانستان په تېر یونیم کال کې د یوشمېر خونړیو بریدونو او چاودونو شاهد و چې له کبله یې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.