Asset 1SWN

د خلکو د شخړو هوارېدل؛ مسوولان: یوه کال کې مو له ۷۰۰ ډېرې جرګې کړي

Meeting-of-the-Ministry-of-Borders-123-qtst7kofj1p55gh2oxazn7s938unikkl61wrwl0lu0

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولانو چې نن یې خپلې یوکلنې لاسته‌راوړنې له رسنیو سره شریکولې وویل، د دغه وزارت مسوولانو په تېر یوه کال کې له ۷۰۰ ډېرې جرګې کړي چې له کبله یې ډېری لویې او وړې شخړې هوارې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت د جرګو او قبایلي چارو مرستیال علي‌جان محمد وویل، دا شخړې چې په تېرو کلونو کې یې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې وه، د دغه وزارت د چارواکو په منځګړتوب د بېلابېلو قومونو ترمنځ حل شوې دي.

نوموړی زیاتوي: «موږ د افغانستان په ولایتونو کې له ۷۰۰ ډېرې بېلابېلې جرګې وکړې او ډېری هغه یې حل او د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د خلکو ستونزو ته پام شوی دی.»

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسوولان زیاتوي چې د هېواد د پولو د ساتنې لپاره یې هم هڅې روانې دي.

د دغه وزارت د سرحدي چارو د بررسۍ مرستیال محمداسماعیل غزنوي وايي، له ګاونډیو هېوادونو سره پر پولو د افغانستان صفري سیمې خوندي او تر څار لاندې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ۴۰۰ پراختیايي پروژو پلي‌ کول، په دغو سیمو کې څه باندې ۷۰۰۰ زده‌کوونکو ته د زده‌کړو اسانتیاوو برابرول او د بدخشان په مرکز فیض‌اباد ښار کې د ځوانانو لپاره د «پامیر» په نوم د یوې نوې لېسې جوړول په تېر یوه کال کې د دغه وزارت نورې لاسته‌راوړنې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام