Asset 1SWN

سلام وطندار

د فاریاب د شېرین‌تګاب په روغتون کې د روغتیايي امکاناتو نه‌شتون په اړه د خلکو شکایت

20-bed-hospital-in-Sherin-Tagab-1-qqzlk6mmttyc6y8jhdbknuy59fxrp38tfy7fxa57k8

د فاریاب د شېرین‌تګاب ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د دې ولسوالي په ۲۰ بستریز روغتون کې روغتیايي خدمتونه نشته او په وینا یې، یاد روغتون د درملو او نورو روغتیايي تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ دی.

امان‌الله چې ماشوم یې د شېرین‌تګاب په ۲۰ بستریز روغتون کې بستر دی وايي، روغتیايي امکانات نشته او دی اړ شوی چې د اړتیا ور درمل له دباندې څخه راوړي. نوموړی زیاتوي: «ډاکټر وايي درمل نشته؛ نسخه ولیکي او په هره بیه چې وي، موږ یې بهر پېرو؛ معاینې دباندې کوو او نور هر څه دباندې پېرو. دغه روغتون ان یو دست‌کش نه لري؛ که درمل ونه لري، موږ څه وکړو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شکریه هغه بله ښځه ده چې خپل ماشوم یې د درملنې لپاره دغه روغتون ته راوستلی دی. هغه وايي، په یاد روغتون کې د درملو او نورو امکاناتو کمښت د ناروغانو پایوازان له ستونزو سره مخامخ کړي دي. «ماشوم مې سینه‌بغل شوی؛ نس‌ناستې لري او کانږې هم کوي؛ ماشوم مې بستر دی؛ ډاکټرانو وکوت، خو درمل نشته چې ماشوم ته یې ورکړم؛ د اړتیا وړ درمل دباندې پېرو.»

د شېرین‌تګاب ولسوالي یو بل اوسېدونکی حکمت‌الله هم وايي چې ګڼ‌شمېر پایوازان د بې‌وسۍ له کبله درمل نه‌شي پېرلی. نوموړی زیاتوي: «ټول ډاکټران په دغه روغتون کې د خلکو ستونزو لپاره کار کوي، خو امکانات، درمل او سیروم نشته؛ د ا.ا حکومت باید د دې ستونزې حل ته پام وکړي.»

د شېرین‌تګاب اوسېدونکي د فاریاب له عامې روغتیا ریاست څخه غواړي چې یادې ستونزې حل او خلکو ته روغتیايي امکانات برابر کړي.

د شېرین‌تګاب ولسوالي د روغتیايي شورا رییس غلام‌نبي هم وايي چې د ورځې نږدې ۵۰۰ ناروغان د دې ولسوالي له لرې پرتو سیمو او نورو ولسوالیو څخه د شېرین‌تګاب ۲۰ بستریز روغتون ته راځي، خو دغه روغتون د روغتیايي خدمتونو او تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ ده.

هغه وايي، سره له دې چې څو ځله یې دا ستونزې له مسوولانو سره شریکې کړي، خو تراوسه یې ورته هېڅ پام نه‌دی کړی.

د فاریاب د عامې روغتیا ریاست سرپرست مخدوم فضل‌هادي فاروق هم په شېرین‌تګاب او نورو ولسوالیو کې د درملو او نورو امکاناتو کمښت مني، خو زیاتوي چې د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «یوازې شېرین‌تګاب نه‌، بلکې نورې ولسوالۍ هم د درملو له کمښت سهر مخامخ دي؛ قراردادي دفترونو هغسې عمل نه‌دی کړی څرنګه یې چې ژمنه کړې وه. موږ خپله هڅه کوو، څو هر ډول اصولي فشارونه پرې راوړو او خپل خدمتونه ښه او د خلکو ستونزې حل کړي.»

اوس نه یوازې د شېرین‌تګاب ولسوالي، بلکې د هېواد په کچه د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي روغتیايي امکاناتو ته یا هېڅ لاسرسی نه‌ لري او یا هم ډېر کم ورته رسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام