د هند او پاکستان ترمنځ د جګړو په دوام، تېره ورځ پنجشنبه پاکستان کې ۱۴۹ الوتنې لغوه شوې دي.
د راپورونو پراساس، ۴۲ الوتنې له اسلاماباد هوايي ډګر، ۳۶ له لاهور، ۳۴ له کراچۍ، ۱۱ له سیالکوټ، ۸ له پېښور او ملتان، ۶ له فیصلاباد او ۴ هم له کویټې هوايي ډګر څخه لغوه شوي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې که څه هم په ټولو هوايي ډګرونو عملیاتي چارې پیل شوي، خو لوژستیکي او اداري ننګونې د الوتنو مهالویش اغیزمنوي.
دې سره، د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي، د هند او پاکستان جګړه متحده ایالتونو پورې اړه نهلري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رویټرز خبري اژانس د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس په خبره راپور ورکړی چې واشنګټن نهشي کولی دغه دوه اټومي وسلې لرونکي هېوادونه کنټرول کړي.
هغه سره له دې چې ویلي، د پاکستان او هند جګړه امریکا پورې اړه نهلري، خو له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې نښتې کمې کړي.



