Asset 1SWN

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۶زره ټنه انتقالات شوي

اوسپنې پټلۍ

د ټولګټو چارو وزارت نن (دوشنبه، وري ۲۴) پر اېکسپاڼه لیکلي چې تېره یوه اونۍ کې د روانې حمل مياشتې له ۱۵مې نيټې تر ۲۱مې پورې د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۷۶ زره ۷۶ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

یاد توکو کې ۱۳۴۴۰ ټنه توکي صادر شوي چې لويه برخه یې وچه میوه، د آنار جوس، کینو او کچالو دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۱۲۴۰) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۲۶۸۱) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۰۳۵۶) ټنه او د خواف ـ هرات له لارې (۱۷۹۹) ټنه انتقالات شوي چې ټولټال (۷۶۰۷۶) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دغه وزارت په وینا، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

دغه وزارت ویلي چې د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه‌والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام