Asset 1SWN

سلام وطندار

انلاین زده‌کړې؛ ځوانان د انټرنېټ له ټیټ کیفیت او د برښنا نه‌شتون څخه سر ټکوي

Online-training-qxim7s4795xp75kh7azxr8zx665oif0f4s9rp10cco (1)

سلام‌وطندار له ۳۰ زده‌کړیالانو سره چې ۱۷ یې نجونې او ۱۳ نور هم هلکان دي، مرکې کړي او پایله یې ښيي چې ځوانان د انلاین زده‌کړو پر مهال له ستونزو سره مخامخ دي. دوی وايي، د انټرنېټ کیفیت ټیټ دی او برښنا هم دوامداره نه وي؛ نو په منظم ډول خپلې زده‌کړې نه‌شي څارلی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بلخ اوسېدونکی سیدهادي هاشمي چې شپږ میاشتې مخکې یې په انلاین ډول د پښتو ژبې زده‌کړه پیل کړې وايي، د انټرنېټ کمزورتیا له کبله ښه زده‌کړه نه‌شي کولای. هغه زیاتوي: «کله چې غواړم په ټولګي کې ګډون وکړم، انټرنېټ کمزوری دی او ګډون نه‌شوو کولای. کله چې ګډون وکړم، غږ ډېر تیت‌وپرک وي او ان د استاد په خبرو نه پوهېږو. دې مسلې ډېرې ستونزې راته جوړې کړي.»

د کابل اوسېدونکې مریم چې شل کاله عمر لري او د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته یې د کمپیوټرساینس انلاین زده‌کړو ته دوام ورکړی، وايي: «کله چې زده‌کړې کوم، انټرنېټ بند یا کمزوری کېږي؛ دا د دې لامل کېږي چې غږ یا تصویر ونه لرو؛ دا تر ټولو لویه ستونزه ده چې زموږ د زده‌کړو بهیر یې ډېر زیانمن کړی دی.»

دا مرکې په اتو ولایتونو کې شوي او ښيي چې د انټرنېټ کمزورتیا ترڅنګ، د دوامدارې برښنا نه‌شتون هم د زده‌کړو پر وړاندې لویې ننګونې دي.

د سمنګان اوسېدونکی زین‌الدین وايي، د برښنا نه‌شتون لامل کېږي چې په انلاین ټولګي کې ګډون ونه شم کړای. هغه زیاتوي: «څلور میاشتې کېږي چې په انلاین ډول راپورلیکل او تصویر اخیستل زده‌ کوم؛ د انټرنېټ کمزورتیا او د بیو لوړوالی او د برښنا نه‌شتون لامل کېږي چې ځینې درسونه مې له لاسه ورکړم.»

په همدې حال کې ۲۶کلن سیدطارق چې د روزګان اوسېدونکی دی وايي، د انټرنېټ د بیو لوړوالی لامل شوی چې په منظم ډول انلاین زده‌کړې ونه شي کړای. نوموړی وايي: «ډېر کله له انلاین زده‌کړو پاتې کېږم؛ ځکه انټرنېټ نه‌ وي. د انټرنېټ بیې ډېرې لوړې دي او کله چې انلاین زده‌کړې کوم، د انټرنېټ کڅوړه مې خلاصه شي؛ وروسته په ډېرې سختۍ زر یا ۱۵۰۰ افغانۍ انټرنېټ فعالوم.»

دغه زده‌کړیالان د مخابراتي شبکو له مسوولانو غواړي چې د انټرنېټ کڅوړې ارزانې کړي. د بدخشان اوسېدونکی محمدرسول میرزايي وايي: «له مخابراتي شبکو مو غوښتنه دا ده چې د انټرنېټي کڅوړو بیې راکمې کړي، څو موږ ترې ګټه واخلو او خپلې انلاین زده‌کړې وکړو.»

د کابل اوسېدونکې خدیجه نیازي هم وايي: «که هغو کسانو ته چې انلاین زده‌کړې کوي، ځانګړې کڅوړې ورکړل شي یا یې بیې ورته راکمې کړي، ډېر به ښه شي چې د خلکو ستونزې حل شي.»

خو د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ویاند جلال‌الدین شمس وايي، تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د انټرنېټ کیفیت لوړ او چټک شي. نوموړی زیاتوي: «په راتلونکو دوو کلونو کې د ټولو مخابراتي شبکو خدمتونه له ۳جي څخه ۴جي ته اوړي او په دې سره به د انټرنېټ کیفیت تر یوه بریده حل شي. مخکې یو جي‌بي انټرنېټ په ۱۱۰ افغانۍ و، اوس په ۹۵ افغانۍ شوی چې د تېر په پرتله ۱۴ سلنه راکم شوی دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ځوانان داسې مهال د خپلو انلاین زده‌کړو پر مهال له کمزوري انټرنېټ او د برښنا نه‌‌شتون څخه سر ټکوي چې په تېرو درېوو کلونو کې د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته ګڼ‌شمېر نجونو انلاین زده‌کړو ته مخه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام