Asset 1SWN

بدخشان کې ټرافيکي پېښه کې یو کس ژوند بایللی او ۱۱ ټپیان دي

traffic-accident-in-badakhshan-leaves-one-dead-and-11-injured-r39lzuiphr7wo91lgx9tyqw9m2pvfureomx48r7c08

د بدخشان د امنیې قومنداني مسوولان وايي، د دغه ولایت د راغستان او یفتل‌ پایین ولسوالۍ لاره کې د «لنډکروزر» موټر چپه کېدو له امله یوې ښځې ژوند بایللی او ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.

دغه پېښه شنبې سهار مهال شوې.

د بدخشان د امنیې قومنداني ویاند احسان‌الله کامګار وویل، د چپه شوي موټر سپرلۍ له راغستان ولسوالۍ مرکز فیض‌اباد ښار ته روانه وه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې هم د ډاډ وړ ښوول شوی دی.

د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، تېز سرعت او د سړکونو بد وضعیت هېواد کې د ټرافیکي پېښو له مهمو لاملونو څخه شمېرل کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام