د پکتیا امنيه قومنداني څخه نن دوشنبه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د يادې قومنداني اړوند د درېیمې امنیتي حوزې د جنایي جرمونو سره مبارزې منسوبینو، د یو کشفي راپور پربنسټ یو کس هغه مهال ونیوه چې د موټر د اخیستول پرمهال یې له جعلي بانک نوټونو استفاده کوله.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې ياد نيول شوي کس د لومړنیو څېړنو له مخې اعتراف کړی چې د ۳۰۰زره کلدارو په اندازه جعلي بانک نوټونه یې د موټر پلورونکي ته ورکړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د يادونې وړ ده چې یاد کس دوسیه به د لومړنیو تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته، عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.