د ملي موزیم مسوولان وايي چې د سرپرست حکومت له راتګ وروسته د لوګر د عینک مسو کان څخه تر زرو زیات لرغوني اثار کشف او د کابل ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.
په دې اثارو کې د بودا مجسمې، ګاڼې او د کوشانیانو او سامانیانو د دورې اړوند له درېیمېڅخه تر شپږمې پیړۍ پورې د جګړې وسایل شامل دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملي موزیم مشر صبغتالله عابد وايي، د عینک مس کان کې اوس هم لس زره لرغوني اثار پاتې دي. عابد زیاتوي چې ټاکل شوې د لوګر د عینک مس کان څخه ۲۵۰۰ اثار د اسنادو له ثبت او بشپړېدو وروسته ملي موزیم ته ولېږدول شي.
نوموړي وویل: «د ا.ا له واکمنېدو وروسته، ۸۵۷ اثار د عینک مس کان له سیمې ملي موزیم ته لېږدول شوي او همداراز ۱۴۰۲کال کې ۵۴۰ لرغوني اثار ملي موزیم ته لېږدول شوي چې دې اثارو کې د بودا مجسمې، ګاڼې، سکې او نور توکي شامل دي چې د کوشانیانو او سامانیانو دورې، درېیم او شپږمې پېړۍ پورې اړوند دي.»
د ملي موزيم چارواکي وايي، دغه لرغوني اثار د لوګر د مسو کان څخه د کورنيو او بهرنيو څېړونکو لهخوا راايستل شوي دي. یوشمېر لرغونپوهان وايي چې هېواد کې د یوه معیاري موزیم نشتوالی د لرغونو اثارو د ساتنې پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه ده.
د لرغون پېژندنې کارپوه یحیی محبزاده وايي: «د یوه معیاري او مسلکي ملي موزیم نشتون تل یوه ستونزه وه، د لرغونو اثارو ساتنې لپاره. ملي موزیم کې د نندارتونونو ځای او کنفرانس تالارونه او معیاري زېرمې نشته.»
تر دې مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو ویلي وو، چې د میس عینککان د لرغونو اثارو په ساتنې سره د استخراج چارې ترسره کیږي.