Asset 1SWN

نورجلال جلالي د افغانستان روغتیايي برخه کې د قطر همکاري مهمه بللې

Gm4F-hxbMAAX5V_

د عامې روغتیا وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورجلال جلالي (سه‌شنبه، وري ۵) کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر مُردف القاشوطي سره لیدلي دي.

دغه لیدنه کې دواړو لورو د روغتونونو لپاره د تجهیزاتو په تامینولو، د قطر له لوري کندهار کې د ۴۰۰بستریز روغتون په جوړولو او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت په لوړولو بحث او خبرې کړي دي.

نورجلال جلالي د قطر له دوامداره همکاریو مننه کړې او د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو لپاره یې په معیاري توګه د روغتونونو تجهیز او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول مهم بللي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه همدارنګه د افغانستان روغتیايي برخې سره د قطر په همکارۍ ټینګار کړی دی.

ورته وخت کې کابل کې د قطر شارژدافیر ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د افغانستان صحي برخې سره همکاریو ته دوام ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي تر دې وړاندې د روغتیا له نړیوال سازمانه هم غوښتي وو چې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره ګډ کار او مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام