Asset 1SWN

نتنیاهو: ایران به پر اسراییلو د برید بیه پرې کړي

Benjamin-Netanyahu-quydmthjrddd13hhgkew0htwdacd14og3yhomrl2mg

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې ایران پر دغه هېواد د برید له امله لویه تېروتنه کړې ده. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې نتنیاهو دا موضوع د ایران له برید وروسته په یوه بیړنۍ غونډه کې کړې او ټینګار یې کړی چې ایران به پر اسراییلو د برید بیه پرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسراییلو پوځ هم ویلي چې پر هېواد یې د ایران توغندیز بریدونه بې‌ځوابه نه پرېږدي.

د اسراییلو د پوځ ویاند ډانیل هاګاري پر خپل اېکس یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي: «اسراییل خپل هوايي دفاعي سېسټم د ایران د بریدونو پر وړاندې فعال کړ او ډېری توغندي زموږ او د امریکا متحده ایالاتو په مشري د دفاعي اېتلال فه لوري شنډ شول.»

د ایران سپاه‌ پاسدارانو بېګاه د اسراییلو د لسګونو توغندیو په توغولو سره د اسراییلو نظامي او امنیتي مرکزونه په نښه کړل.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

تر اوسه د دغو بریدونو له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې او دا چې پر کومو ځایونو لګېدلي، کره معلومات نشته، خو پر ټولنیزو رسنیو ځینې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د ایران ځینې توغندي پر عامه بنسټونو لګېدلي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام