Asset 1SWN

سلام وطندار

فراه کې د شنوخونو په جوړولو نږدې یو میلیارد افغانۍ پانګونه شوې

IMG-20250306-WA0007

د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست متخصص توریالی نوري وايي چې دغه ولایت کې په ۲ میلیون او ۶۸۵ زره او ۴۵۸ متر مربع ځمکه شنې خونې جوړې شوي.

ده وویل، هر فصل کې هر زر متر مربع شنوخونو کې ۱۴ ټنه محصول تولیديږي.

د هغه په وینا، د کرنې ریاست او د همکاره موسسو په همکارۍ د خصوصي سکتور له لارې د شنوخونو جوړولو په برخه کې ۹۹۳.۶ میلیون ډالره پانګونه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فراه له شنوخونو، کدو، بادرنګ، رومي بانجان او تور بانجان یوشمېر ولایتونو او عراق هېواد ته هم صادریږي.

خو د فراه د کرنې ریاست مسوولان ټینګار کوي چې تېرو څو ورځو کې د بارانونو، طوفان او ږلۍ له امله، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۰۲ زره متر مربع شنې خونې او ۲۲۱۳ جریبه تر کښت لاندې ځمکه ویجاړه شوې ده.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې روان لمریز کال کې فراه کې له شنوخونو دوه میلیون او ۲۵۱ زره افغانۍ عاید ترلاسه شوی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام