Asset 1SWN

دوو میاشتو کې تر ۵زره زیاتو سیلانیانو هېواد ته تګ راتګ کړی

سیلانیان

د احصايې او مالوماتو ادارې نن (دوشنبه، جوزا پنځمه) ویلي چې د روان ۱۴۰۴ کال لومړیو دوو میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته له ۵زره او ۷۸ ډېرو بهرنيو وګړو تګ راتګ کړی.

ثبت شوي ارقام ښیي چې یاده موده کې د ۱۱۹ ښځینه‌وو په ګډون ۲ زره او ۶۵۸ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۶۷ ښځینه‌وو په ګډون، ۲ زره او ۳۹۳ نور له هېواده وتلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اخوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې، ښکاري چې ۲ زره او ۶۱۸ کسان له ځمکنیو بندرونو  او ۴۰ نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي چې له دې ډلې یې ۳۵۲ د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر ۱۸۲۰ بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۵۷۷ د هرات له بندرونو او پاتې نور د بلخ او کندهار هوايي ډګرونو، د تورخم، سپین بولدک او د فاریاب آقینې بندر له لارې هېواد ته راغلي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام