هندي رسنیو راپور ورکړی چې کشمیر کې پر سیلانیان له برید وروسته چې ۲۶ کسان په کې ووژل شول، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي خپل پوځ ته د “عمل ازادي” ورکړه، تر څو د یاد برید غچ واخلي.
د راپورونو له مخې، مودي د هند له امنیتي مسوولاو سره په یوه پټه غونډه کې ویلي چې “د کشمیر د وروستي برید د غبرګون څرنګوالي، هدف او وخت په ټاکلو کې د عمل بشپړه ازادي لري.”
دې سره د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله طرار ویلي، کره اطلاعات په واک کې لري چې ښیي، هند به له ٢٤ تر ٣٦ ساعتونو پورې په پاکستان بريد کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه نن چهارشنبه پر ایکسپاڼه لیکلي چې دغه برید به د کشمیر پهلګام پېښې په غبرګون کې ترسره شي.
هندي چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې د پاکستان حکومت د کشمیر برید کې لاس لري، خو پاکستان دغه برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي او د بېپرې څېړنو غوښتنه یې کړې ده.



