د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو د روان ۱۴۰۳ کال د لاستهراوړنو غونډې ته وویل، سږکال د دغه وزارت له لوري سلګونه کیلومتره مواصلاتي او لویېلارې جوړې شوي او په څه باندې ۳۰۰ کیلومتره سړکونو کار روان دی.
د دغه وزارت تخنیکي مرستیال عبدالکریم فاتح وویل، د کندز ـ دښتارچي ۲۰ کیلومتره سړک، د کندهار ـ سپینبولدک شاوخوا ۳۹ کیلومتره سړک او د هېواد بېلابېلو برخو کې یوشمېر نور سړکونه هغه پروژې دې چې د اجرا کېدو په حال کې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «د کابل-کندهار د ۴۳۰ کیلومټره سړک چارې بشپړې شوي او له حیرتان تر سپینبولدک له شمال تر سوېل د دویم دهلیز کارونه روان دي او راتلونکې کال کې به د نورو برخو کارونه هم پیل شي.»
د ټولګټو چارو وزارت مسوولان زیاتوي چې دامهال د بدخشان د واخان دهلېز د سروې او ډیزان چارې، د یو زر او ۲۰۷ کیلومتره سړک او د یو زر او ۸۷ متره پلونو جوړول هم بشپړ شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وویل، سږکال د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳ میلیون مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.
نوموړي وویل: «د روان کال لومړیو لسو میاشتو کې له څلور لارو حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف-هرات څځه ۳.۵ میلیونه مټریک ټُنه انتقالات شوي او ۸۷زره او ۲۹۷ مټریک ټُنه ټرانزیټ او صادرات شوي.»
د ټولګټو چارو وزارت مسولانو ننۍ غونډه کې د یو میلیارد او ۴سوه میلیونه افغانیو په ارزښت د قیصار ـ لامان ۲۵ کیلومتره حلقوي سړک جوړولو قرارداد هم د نورزي کانفیډنس ودانیز شرکت له مسوولانو سره لاسلیک کړ.
ش