Asset 1SWN

د ملي دفاع وزارت: پرمختللې اردو به جوړه کړو

GWDBp29WQAAX0UW

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې سرپرست حکومت د یوې پیاوړې او پرمختللې اردو د جوړولو لپاره هڅې کوي او په وینا یې، له همدې امله خپله ډېره بودیجه دې برخه کې لګوي.

د دفاع وزارت د یوکلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې لوی درستیز محمدفصېح‌الدین فطرت وویل چې هڅه کوي، څو د پرمختللو هېوادونو په څېر یوه اردو جوړه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه همداراز وویل چې د مخکیني حکومت پرمهال امریکا یوازې غوښتل په نوم اردو جوړه کړي، خو د ده په ټکو چې ا.ا به یوه پیاوړې اردو رامنځته کړي.

لوی درستیز همداراز ټينګار وکړ چې دا مهال د یاد وزارت اړوند اردو له امریکايي ځواکونو پاتیو پوځي وسایطو او تجهیزاتو ګټه اخلي او په وینا یې، راتلونکې لپاره یې، د اردو د تجهیز په اړه هم فکر کړی دی.

په ورته مهال دغه پروګرام کې د دفاع وزارت مسوولانو وویل چې تېرکال کې د افغانستان د ملي اسلامي اردو د قطعاتو او جزوتامونو له‌خوا ۸۱۳۳۵۲ اوپراسیوني فعالیتونه شوي دي.

د دې فعالیتونو په ترڅ کې ۵۸۸ میله سپکې او ۶۰ میله درنې وسلې، ۱۵۱۵ کیوګرامه چاودېدونکي توکي، ۲۳۹ لاسي بمونه او زیاته اندازه مهمات، ۴۴ مخابرې، ۴۰ دوربینونه، ۳۸۶ وسایط او ۱۹۸۲ موټرسایکلونه کشف او ضبط شوي او  ۱۳۸۳ کړۍ ماینونه شنډ شوي دي.

د مسوولانو په وینا، هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او د ملکي تلفاتو ګراف هم صفر ته رسېدلی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هوایي ځواکونو د عمومي قومنداني الوتکو او چورلکو له‌خوا د ۴۲۱۸ وظیفوي او تعلیمي پروازونه ترسره کېدل، د یوې بلک هاګ چورلکې رغول، د هوایي پوهنتون او هوایي مدافعې فعالول او روغتیایي مرکزونو ته د طبیعي پېښو د ۷۷ شهیدانو او ۵۶۷ ټپیانو لېږدول؛ په تېرکال کې د هوایي ځواکونو برخه کې د وزارت له مهمو لاسته‌راوړنو څخه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام