Asset 1SWN

عدلیې وزارت: تمدن ټلوېزیون له سیاسي ګوند سره د تړاو له کبله تړل کېږي

د ا.ا د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي وايي، د تمدن ټلوېزیون فعالیت له سیاسي ګوند سره د تړاو او د غصب شوې ځمکې د کارولو له کبله درېږي.

نوموړي پر خپل اېکس لیکلي چې عدلیې وزارت له دې مخکې د هر ډول سیاسي ګوند پر فعالیت بندیز لګولی او د دې پرېکړې پر بنسټ، له دغو ګوندونو سره تړلې رسنۍ د فعالیت حق نه لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاته کړې: «تمدن ټلوېزیون، د خاتم‌النبییند مدرسه او پوهنتون د افغانستان د اسلامي حرکت ګوند سره چې لغوه شوی، تړاو لري او ودانۍ یې هم پر غصب‌ شویو امارتي/حکومتي ځمکو جوړې شوي او عدلیې وزارت له همدې امله د یادو درېوو بنسټونو فعالیت درولی او دفترونه به یې وتړي.»

خو د تمدن ټلوېزیون عمومي رییس او خاتم‌النبیین پوهنتون د امتیاز خاوند محمدجواد محسني له سیاسي ګوند سره د دې رسنۍ تړاو او د ځمکې د غصب موضوع رد کړې ده. ‎

هغه ویلي چې تمدن ټلوېزیون او خاتم‌النبیین پوهنتون له اسلامي حرکت ګوند څخه د محمداصف محسني له استعفا وروسته په ۱۳۸۴ کال کې جوړ شوي دي. نوموړی وايي: «تمدن ټلوېزیون پر داسې ځمکې جوړ شوی چې له خپل شخصي څښتن څخه یې پېرودل شوې او شرعي او قانوني قباله لري. د دې رسنۍ ځمکه په هېڅ ډول دولتي نه‌ وه او نه‌ ده.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه له عدلیې وزارت څخه غوښتي چې د یادو درېوو بنسټونو د سندونو ارزولو لپاره یو پلاوی وټاکي او په بې‌طرفانه ډول دې وارزوي.

د عدلیې وزارت یو پلاوی پرون مازدیګر د تمدن ټلوېزیون د نشراتو بندولو لپاره د دغه ټلوېزیون دفتر ته ورغی، خو دا پرېکړه د شنبې ورځې ته وځنډېدله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام