عطا نوید چې په هېواد کې یې پنځه کاله له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی وايي، اوس وزګار دی او د کار موندلو لپاره چې هرې ادارې ته ورغلی، ناهیلی ترې راوتلی دی. نوموړی له حکومت څخه غواړي، څو د هغو خبریالانو لپاره چې کارونه یې له لاسه ورکړي، د کار اسانتیاوې برابرې کړي. هغه زیاتوي: «موږ له حکومت څخه غواړو، څو هغو خبریالانو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي چې دندې یې له لاسه ورکړې دي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د نور ټلوېزیون خبریال سیدبلال صیاد وايي، افغان خبریالان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او ګڼشمېر یې د رسنیو د فعالیت درېدو له کبله اړ شوي چې د کار ترلاسه کولو لپاره له افغانستان څخه بهر کډوال شي.
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، خبریالان باید ملي او اسلامي ارزښتونو ته په پام په رښتینې توګه حقایق تر خلکو ورسوي.
نوموړی زیاتوي: « اسلامي امارت اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه ډاډ ورکوي او نورې اسانتیاوې به هم ورته برابرې کړي. هیله ده خبریالان هم داسې راپورونه جوړ کړي چې د روانی امنیت لپاره ګټور تمام شي.»
بلهخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي د خبریالانو ملي ورځې په مناسبت وايي، د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به لازم ګامونه اوچت کړي. ستونزو ته به رسېدنه وکړي. د نوموړي په خبره، هغو خبریالانو ته به د کار اسانتیاوې برابرې کړي چې دندې یې له لاسه ورکړې دي.
دا داسې مهال دی چې افغان خبریالان د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو راهیسې له ګڼو محدودیتونو، سانسور، بندیزونو او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي او د کار له لاسه ورکولو ستونزو سره مخامخ دي او ګڼشمېر یې له هېواده وتلي دي.