د پاکستان خزانې وزارت وايي چې دغه هېواد کې د ۲۰۲۳کال پرمهال ۱۰۰زره خره زېږېدلې دي.
د پاکستان «نیو» په نوم رسنۍ د راپور له مخې چې د جون پر ۱۱مه یې پر خپله وېبپاڼه خپور کړی، پاکستان کې په ټولییزه توګه د خرو شمېر ۵ میلیونه او ۹۰۰زره «۵۹ لکه» ته رسېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یادې رسنۍ ویلي چې دغه معلومات د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزېب د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کال د اقتصادي سروې وړاندې کولو پرمهال کړې دي.
د یادې رسنۍ د راپور پر بنسټ، تېرکال دغه هېواد کې د خرو شمېر ۵ میلیونه او ۸۰۰زرو ته رسېده چې ۲۰۲۲-۲۰۲۱ کې یې شمېر بیا ۵ میلیونه او ۷۰۰زره وو.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د تېرو دوو کلونو پرمهال دغه هېواد کې د خرو په شمېر کې ۲۰۰زره زیاتوالی راغلی دی.
د پاکستان د سِند د بادین ولسوالي په ټنډو غلام علي سیمه کې هر کال د خرو فسټوال جوړېږي چې د مېلو ترڅنګ د خرو پېر او پلور هم پهکې کېږي.
د ډاون نیوز د راپور له مخې، دغه فسټوال کې د یوه خره بیه له ۲۵زره پاکستانۍ کلدارو پیل تر ۵۰۰زره کلدارو او له هغې پورته هم رسېږي.