Asset 1SWN

بلوچستان کې وسله‌والو ۲۳ مسافر وژلي

230730093536-01-pakistan-blast-073023

د پاکستان د بلوچستان امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ایالت په موسی‌خېل ولسوالي کې وسله‌والو لږترلږه ۲۳ مسافر وژلي دي.

پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې وسله‌والو دغه مسافر له بسونو او لاریو تر ښکته کولو وروسته وژلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان جیونیوز خبري شبکې سیمه کې د یوه پولیس چارواکي له خولې، ویلي چې وسله‌والو لسو موټرو ته اور هم اچولی دی.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې وسله‌والو د شپې له تیارې څخه په ګټې‌‌اخیستنې دغه کسان له لاریو او بسونو ښکته کړي او وژلي دي.

د پاکستان ولسمشر اصف زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف د غچ اخیستلو خبره کړې.

شهباز شریف ویلي: «د موسيخېلو پېښې عاملانو ته به سزا ورکړل شي. د ترهگرو په ضد جگړه به تر هغه وخته روانه وي چې له هېواده په بشپړه توګه ترهگري نه‌وي ختمه شوي.»

په راپور کې دا نه‌دي ویل شوي چې وژل شوي کسان د کومې سیمې اوسېدونکې دي او له کومې سیمې، چېرته روان وو؟

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تراوسه کوم چا یا ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام