روغتیايي مسوولان وايي، لوګر کې له ۱۴ روغتونونو سره د UNFPA موسسې په مالي لګښت د ۲۰۰ قلمه طبي وسایلو او درملو مرسته شوې.
د لوګر د عامې روغتیا رییس حافظ سعیدالرحمن قادري نن (چهارشنبه، ثور ۳) د یوې غونډې پرمهال له روغتیايي برخې سره د نړیوالو بنسټونو مرستې مهمې بولي او پر دوام یې ټینګار کوي.
اخوا د لوګر د والي مرستیال مولوي محمد انور دینپرورو په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، روغتیا برخه د پخوا په پرتله پياوړې شوې ده او اړتیا ده چې عامې روغتیا وزارت او نړیوال بنسټونه په لوګر ولایت کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې ده چې تېره اونۍ هم عامې روغتیا ریاست سره د څه باندې ۲۷زره ډالرو په ارزښت د ۷۳ قلمه طبي وسایلو او درملو مرسته شوې وه.
دا داسې مهال دی چې تر دې وړاندې د هېواد د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو روغتیايي خدماتو ته نهلاسرسي څخه شکایتونه کړي دي.



