Asset 1SWN

سلام وطندار

کجکي بند کې د اوبو کچې ټیټوالی؛ هلمند او کندهار کې به ۴۰ ورځې برښنا نه‌وي

کجکي بند-هلمند برښنا

هلمند کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په کجکي برښنا بند کې د اوبو کچې ټیټېدو له امله پر یاد ولایت سربېره پر کندهار هم د ۴۰ ورځو لپاره برښنا پرې شوې ده.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال محمدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته وايي، د دغه ولایت کجکي بند کې د اوبو کموالي په دلیل پر هلمند د ۴۰ ورځو لپاره برښنا قطع شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، لښکرګاه ښاریانو ته به په نوبتوار ډول ۲۴ ساعتونو کې یو ساعت برښنا ورکول کېږي، څو تر یو بریده برښنا پورې تړلې ستونزې يې حل شي.

هغه زیاته کړه چې دغه پرېکړه د هلمند برښنا او اوبولګولو ریاستونو په ګډه له دې امله کړې، څو د کجکي بند د اوبو زېرمې کچه بیا ځلې لوړه شي.

هغه وویل: «دا چې د کجکي بند اوبه ډېرې زیاتې کمې شوي او د اوبو سطحه ډېره ټیټه شوې په همدې اساس د برښنا او ابیارۍ ریاستونو په ګډ تفاهم د څلویښت ورځو لپاره برښنا پرې شوې، خو په لښګرګاه  ښاریانو ته به په نوبتوار ډول په ۲۴ ساعته کې یو ساعت برښنا ورکول کېږي.»

په ورته مهال د هلمند لښکرګاه ښار یوشمېر اوسېدونکي او کسب‌کاران وايي، په یو مخیز ډول د برښنا پرې‌کېدو په دلیل بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي دي. دوی له حکومته د دولتي ډیزلي برښنا د زیاتوالي غوښتنه کوي.

د لښکرګاه یوه اوسېدونکي نصیب‌الله وویل: «د برښنا نشتون سره ډېر په تکلیف یوو، ځکه ژمی راغلی، د برښنا په نشتون کي د اوبو راپیدا کول سخت کار دی، ځکه موږ ټولې اوبه له برمو څخه په برق راباسو، زموږ له حکومت څخه غوښتنه ده چې د ډیزلي برښنا وخت راته زیات کړي.»

ویل شوي چې کجکي بند کې د اوبو سطحې ټيټېدو په دلیل د هلمند ترڅنګ، پر کندهار ولایت هم برښنا پرې شوې. د سلام‌وطندار خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د کندهار مسوولانو نظر هم ترلاسه کړي، خو له هڅو سربېره بریالی نه‌شو.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پر هلمند او کندهار ولایتونو د ۴۰ ورځو لپاره د کجکي بند برښنا داسې مهال پرې کېږي چې د روانې وچکالۍ په دلیل له اوږدې مودې راهیسې د یاد بند له تولیدي برښنا څخه د هلمند او کندهار اوسېدونکي خوښ نه‌دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام