Asset 1SWN

بادغیس کې د پستې پر ځنګلونو د ملخانو برید؛ کروندګر: حکومت یې باید مخه ونیسي

Science_locusts-1195194411

د بادغیس یو‌شمېر اوسېدونکي او کروندګر په دغه ولایت کې د پستې پر ځنګلونو او کروندو د ملخانو له برید اندېښنه ښيي او له حکومت او اړوند موسسو دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

دوی زیاتوي که حکومت او د کرنې سکټور اړوند همکارې موسسې د ملخانو د برید مخه ونه‌نیسي، د پستې ځنګلونه او د کروندګرو کښتونه به له‌منځه لاړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته وخت کې یاد ګروندګر وايي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د یاد ولایت په یوشمېر ولسوالیو په ځانګړې توګه د پستې پر ځنګلونو او کروندو ملخانو برید کړی چې په وینا یې، د مخنیوي توان یې نه‌لري.

بادغیس کې یوه کروندګر جمعه‌ګل سلام‌وطندار ته وویل: «په زاړه پُل او چهل‌کهنه سیمو کې ملخان راغلي او د ونو پاڼې او د پستې ونې مېوې خوري، موږ ته یې زیان اړولی. د لنګر ولسوالي اوسېدونکي تشویش کې دي چې څنګه به شي.»

په ورته مهال د بادغیس یوه بل اوسېدونکي خدابخش سلام‌وطندار ته وویل چې له یوه پلوه یې وچکالۍ کښتونه زیانمن کړي او له لوري یې د ملخانو برید اندېښمن کړی دی.

هغه زیاتوي: «بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو کې ملخان راغلي. حکومت دې موږ ته پام وکړي. وچکالي مو کښتونه زیانمن کړي او د ملخانو په راتلو سره اندېښمن یو. دولت دې موږ سره مرسته وکړي.»

بل‌خوا د بادغیس د کرنې برخې مسوولان بیا د دغه ولایت په جوند، تګاب‌عالم، دره بوم او بالامرغاب ولسوالیو کې د ملخانو برید تاییدوي او وايي چې د موسسو په همکارۍ یې د ملخانو د مخنیوي کمپاین پیل کړی دی.

د بادغیس د کرنې رییس عبدالحی منیر سلام‌وطندار ته وویل: «په ځینو ځایونو کې یې غنمو او نورو کې په زیرې او سغاو سیمه کې د پستې پر ځنګلونو برید کړی او زیان اړولی دی. له بده‌مرغه بادغیس دومره امکانات نه‌لري، موږ یوازې د دواشېندو له اړخه چمتووالی نیولی دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بادغیس کې داسې مهال د ملخانو د برید په اړه اندېښنې څرګندېږي چې څه موده وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام د هېواد په شمالي ولایتونو کې د ملخانو د برید په اړه خبرداری ورکړی او ټينګار یې کړی و، که یې مخه یې ونه نیول شي، ګڼ‌شمېر کروندګر به زیانمن شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام