په هېواد کې پانګونې ته د افغان پانګوالو د لېوالتیا په اړه د ایران د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مشر له څرګندونو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، هېواد کې د پانګونې ټولو فرصتونو له موجودیت سره سره، نړیوال بندیزونه یوه لویه ستونزه ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، د نړیوالو محدودیتونو ترڅنګ، د انرژۍ کمښت هېواد کې پانګونې ته د پانګوالو لېوالتیا کمه کړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «د کانونو برخه کې ډېری کورني پانګوال په دې هڅه کې دي چې هېواد کې پانګونه وکړي. میلیاردونه افغانۍ ژمنه یې کړې، د برښنا، اوسپنې پټلۍ، کانونو او کرنې برخه کې فرصتونه هم شته او بهرني پانګوال هم راځي. خو ستونزه د سیاسي مسایلو او نړۍ سره د اړیکو او د مرکزي بانک مسایل دي. برښنا نشته او انرژي هم نهلرو.»
د الکوزي په وینا، له ټولو ننګونو سره سرپرست حکومت په تېرو درېوو کلونو کې د پانګوالو لپاره د ۵۰ سلنه مالیاتو کمښت، د وارداتو د تعرفو لوړېدل او د سوداګرو امنیت په برخو کې د کورنیو پانګونو ملاتړ کړی دی.
هغه وویل: «د دې زمینو په برابرېدو تېرو کلونو کې تر دوه میلیارډ ډالرو کورنیو او بهرنیو پانګوالو افغانستان کې د پانګونې ژمنه کړې چې ډېری یې، د کانونو برخه دي؛ د سرب او اوسپنې، سمنټ برخه هم ژمنې شوي.»
قاسم الیاسي په کابل کې د غالیو یوه کارخونه کې تر درې میلیونه افغانیو پانګونه کړې. هغه وايي: «د تار او وړیو تولید خپله لرو، ستونزه مو دا ده چې تر څلور میاشت راهیسې د تورخم لاره د غالیو صادراتو پر وړاندې تړلې، یوه مټره غالۍ مو تر پېردونکو نهده رسېدلې، د پیسو ستونزې راته جوړې شوي؛ که دلته پروسس شي، ګټه یې، ډېره ده.»
خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې په هېواد کې د پانګونې لېوالتیا د کمېدو ستونزې حل په موخه یوه ځانګړي کمېسیون جوړېدو ته اړتیا ده، څو په هېواد کې د پانګونې پر وړاندې شته ننګونې وڅېړي او حل ورته ولټوي.
هغه وویل: «حکومت ته اړتیا ده چې د پانګوالو بللو لپاره کمېسیون جوړ کړي او د سوداګرو ستونزو حل لپاره اړیکه کې شي، څو پانګوال هېواد ته راشي؛ د پانګونې اړوند قوانینو جوړول او اسانتیاوې رامنځتهکول به هېواد کې پانګونه ډېره کړي.»
د ايران د سوداګرۍ او صنايعو خونې په دې وروستيو کې اعلان کړى چې دغه هېواد کې تر ټولو ډېر بهرني پانګوال افغانان دي او لا هم غواړي یاد هېواد کې پانګونه وکړي.