Asset 1SWN

د جاپان سفیر: د افغانانو ملاتړ ته ژمن یو

د جاپان سفیر تاکایوشي

د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا کابل کې د خوارځواکۍ یوه مرکز څخه د لیدنې پرمهال ویلي چې د جاپان دولت د خوراځواکۍ خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له افغان کورنیو ملاتړ کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام یوه خبرپاڼه کې د کورومیا په خبره ویلي چې په خوارځواکۍ د اخته مېندو او ماشومانو حالت زړه بوږنونکی دی، خو د خوړو نړیوال پروګرام او د نورو شریکانو مرستې هیله بښونکې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یادونې ده چې جاپان دې وروستیو کې د خوړو له نړیوال پروګرام سره ۷ میلیون ډالره مرسته کړې.

د یاد بنسټ په خبره، دغه بودیجه به راتلونکو درېیو میاشتو کې ۳۰زره کورنیو ته د بېړنیو خوراکي مرستو د رسولو، د ۶۰زره امیندوارو او شیدې ورکوونکو مېندو او پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د ملاتړ او ۳۰ زره زده‌کوونکو ته د ورځینو خوراکي مرستو زمینه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام