پر غزې د اسراییلو د بریدونو پیل راهیسې تر دامهاله د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۰زره کسانو اوښتی دی.
غزه کې د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د اسراییلو بریدونو کې تر دې مهاله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰۰۲۱ کسانو ته رسېدلی دی.
دغه کسان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي دي.
په وژل شویو کې ډېری ښځې او ماشومان دي. همداراز د حماس ګڼشمېر لوړپوړي چارواکو هم په دې بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غزې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې څه باندې ۶۱۷۰۰ کسان تر خاورو او ډبرو لاندې ورک دي چې تراوسه یې، جسدونه نهدي رااېستل شوي.
په روانه جګړه کې ۱۱۳۲۷۴ کسان بیا ټپیان شوي دي.
په دې جګړه کې بیا ۱۱۳۰ اسراییلیان هم وژل شوي او څه باندې ۲۰۰ کسان د حماس له لوري برمته شوي دي.
په ورته مهال غزه کې د روانې جګړې له کبله میلیونونه کسان بېځایه شوي دي.