نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د غزې پر بېلابېلو برخو د اسراییلو بریدونو لږترلږه د ۳۳ کسانو ژوند اخیستی او لسګونه نور پهکې ټپیان شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه کسان نن د غزې د بیتالاهیې په شمال کې د کمال عدوان روغتون ته نږدې پر یوه استوګنیز کور او د غزې په سوېل کې هم پر یوې ودانۍ د اسراییلو بریدونو کې وژل شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، د اسراییلو پوځ په غزه کې څو نورې استوګنیزې ودانۍ هم په نښه کړې دي.
د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې نږدې ۱۴ میاشتې تېرېږي او د فلسطین د روغتیا وزارت له لوري د وړاندې شویو شمېرو له مخې، په دې موده کې ۴۴ زره او ۵۸۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۵ زره او ۷۳۹ نور ټپیان شوي دي.
په غزه کې د روانو نښتو پر مهال د اسراییلو نږدې ۷۰۰ سرتېري هم وژل شوي دي.