د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ایکسپاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا دغه ډول بریدونه په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کوي.
خبرپاڼه کې له دواړو خواو غوښتل شوي چې د ستونزې د حل په موخه ډیپلوماسۍ ته مخه کړي.
امریکا تېره ورځ یکشنبه د ایران په دریو اټومي تاسیساتو، نطنز، اصفهان او فوردو بریدونه وکړل.
ایران د امریکا دغو بریدونو ته سخت غبرګون ښکاره کړی او ویلي، د دغو بریدونو د عواقبو مسولیت امریکا ته ورګرځي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه بریالي بللي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ډونالډ ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید کې اوښتي زیان ته په اشارې ویلي، د اټومي سایټونو بشپړ لهمنځه وړل یوه دقیقه اصطلاح ده.
هغه نن (دوشنبه، سرطان دویمه) پر ټروټ سوشل پاڼه لیکلي، د سپوږمکۍ انځورونو ته په کتو، د ایران اټومي تاسیساتو ته تر ټولو ډېر زیان د ځمکې په ژوروالي کې اوښتی.
ایراني چارواکو بیا د ډونالډ ټرمپ د دې ادعا په مخالفت کې ویلي، اټومي سایټونو ته یې جدي زیان نه دی رسېدلی.



