Asset 1SWN

اسلامي امارت له پاکستانه غوښتي چې د اختر ورځو کې کډوال ونه باسي

کډوال پاکستان

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د ټاکل شوي مهلت وروستۍ ورځې د مارچ ۳۱مې په رانژدې کېدو سره، اسلامي امارت له پاکستانه په ډله‌ییزه توګه د کډوالو اېستل د نړیوالو اصولو خلاف بولي او له دغه هېواده غواړي چې دغه بهیر ودروي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني سلام‌وطندار ته وویل، له پاکستانه د کډوالو اېستلو بهیر د پیل موده، د اختر ورځو سره برابره ده او پاکستان نه‌باید د اختر خوشحالي د افغان کډوالو لپاره په غم بدله کړي.

هغه ټینګار کړی چې د نړیوالو موسسو او سازمانانونو په همغږۍ د کډوالو هرکلي لپاره پوره چمتوالی نیول شوی دی.

ده وویل: «مونږ یوځل بیا له پاکستانه غواړو چې د کډوالو اېستلو اقدام چې نه یوازې د نړیوالو، بلکې د اسلامي اصولو خلاف دی، ونه‌کړي. د اختر ورځو کې خو دې دغه اقدام بلکل نه‌ کوي، ځکه چې د مسلمانانو د خوشحالۍ ورځې دي او په غم دې نه بدلوي. که چېرې هغوی بیا هم کډوال وباسي، مونږ چمتوالی لرو.»

ورته وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محس نقوي تېره ورځ ویلي، د افغانستان پېژندپاڼو لرونکو کډوالو اېستلو لپاره چمتوالی نیول شوی دی.

هغه د اېستلو بهیر پرمهال کډوالو سره د ښه چلند پر اړتیا ټینګار کړی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دې سره، پاکستان کې یوشمېر افغان کډوال له دغه وضعیته اندېښنه ښيي او وايي، کلونه یې هغه هېواد کې ژوند کړی او اوس افغانستان ته ستنېدل ورته ستونزمن کار دی.

دوو افغان کډوالو علي‌ رضايي او ایمل حبیبي وویل، د جبري اېستلو لړۍ د مهلت په رانژدې کېدو سره، د دوی پر وړاندې محدودیتونه ډېر شوي دي.

پاکستان د مارچ په ۷مه «ACC» کارت لرونکو افغان کډوالو ته سپارښتنه کړې چې د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مه هغه هېواد خوشې کړي، کنه نو په جبري توګه به واېستل شي.

یوشمېر نور کډوال هم وايي، پاکستان کې د کلونو ژوند کولو پرمهال یې هلته د ځانونو لپاره سرپناه‌، کاروبار، ټولنیزې اړیکې او د اولادونو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره کړې چې اوس د دغو ټولو پرېښودل ورته سخت دي.

دوو افغان کډوالو عبدالله محمدي او علي خاورین ټینګار کوي چې د ویزې د تمدید پروسه هم له ستونزو ډکه ده او دغې مسلې هغه هېواد کې په قانوني توګه پاتې کېدل محدود کړي دي.

پاکستان د ناقانون کډوالو د بیرته ستنولو پروګرام د ۲۰۲۳ کال اکټوبر میاشت کې پیل کړ.

د ملګروملتونو د وروستیو شمېرو پر اساس، له هغه وخت راهیسې، څه باندې ۸۲۴زره افغانانو پاکستان خوشې کړی چې له دغه شمېر څخه څه باندې ۴۰ زره یې په جبري توګه اېستل شوي دي.

د «ACC» کارت لرونکو کډوالو د اېستلو لپاره د ټاکل شوي مهلت په پایته رسېدو سره پاکستان کې د زرګونه افغان کډوالو برخلیک نامالوم وضعیت سره مخ دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام