
اسلامي امارت له پاکستانه غوښتي چې د اختر ورځو کې کډوال ونه باسي
له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د ټاکل شوي مهلت وروستۍ ورځې د مارچ ۳۱مې په رانژدې کېدو سره، اسلامي امارت له پاکستانه په ډلهییزه توګه د کډوالو اېستل د نړیوالو اصولو خلاف بولي او له دغه هېواده غواړي چې دغه بهیر ودروي.
چارواکي وايي، له پاکستانه د کډوالو اېستلو بهیر د پیل موده، د اختر ورځو سره برابره ده او پاکستان نهباید د اختر خوشحالي د افغان کډوالو لپاره په غم بدله کړي.