د هند هوايي ځواک وايي چې د روان کال په مې میاشت کې له پاکستان سره د نښتې پرمهال یې، د هغه هېواد پنځه جېټالوتکې ویتشلي او لهمنځه وړي دي.
د هند هوايي ځواک مشر، اېپي سینګ تایید کړه چې د «سندور» په نوم په عملیاتو کې شپږ پاکستانۍ الوتکې چې پنځه یې جنګي جېټ او یوه لویه الوتکه وه، ویشتلي دي.
هغه دغه څرګندونې د هند په بنګلور کې د یوې ناستې پرمهال کړې دي.
سېنګ وویل چې یوه ویشتل شوې، الوتکه د AEW&C (د هوایي مخکنۍ خبرتیا او کنټرول سېسټم) وه چې د پاکستان د هوايي ځواک لپاره لوی زیان ګڼل کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي دا هم څرګنده کړه چې د پاکستان پر هوایي اډو په بریدونو کې زیانونه اوښتي او دغه بریدونه د هند- روسي جوړ S-400 توغندیو په مرسته شوي دي.
د هند هوايي ځواک مشر وايي، په دې عملیاتو کې د پاکستان په جیکباباد او بولاري کې هوایي هینګرونه هم په نښه شوي چې پهکې یوشمېر جنګي جېټ الوتکې چې ګومان کېږي، د امریکا F-16 جېټونه دي، ویجاړ شوي دي.
همدارنګه، په بولاري کې بله AWACS الوتکه هم لهمنځه وړل شوې ده.
پاکستان بیا د هند د هوايي ځواک د مشر د یادو څرګندونو په اړه تراوسه څه نهدي ویلي.