د ننګرهار محلي مسوولان وايي، په دغه ولایت کې د پروني باران، توپان او سېلاب له کبله د مړو شویو شمېر ۴۵ کسانو ته ورسېدو. نوموړي په خبره، دا شمېرې وروستۍ نهدي او ښايي نورې هم ډېرې شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیقالله قریشي وايي، په یادو سېلابونو کې د ژوبل شویو کسانو شمېر ۳۰۰ ته رسېدلی دی. هغه زیاتوي چې له ۴۰۰ ډېر کورونه او د برښنا ۶۰ ستنې هم د سېلابونو له کبله چپه شوې دي.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل په ننګرهار کې د راغلیو سېلابونو او توپان له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۰ ته او د ژوبل شویو هغو ۳۴۷ کسانو ته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند په وینا، د اوښتې مرګژوبلې شمېرې په بدلېدو دي.
پرون د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار او سرخرود، بټيکوټ او بهسودو ولسوالیو کې سخت بارانونه وشول چې له کبله یې سېلابونه راووتل او خلکو ته یې د ځاني مرګژوبلې اړولو تر څنګ، سخت مالي زیانونه هم واړول.