جوزجان کې د روغتيا نړيوال سازمان د ولايتي دفتر مسوولان وايي، په دې ولايت کې ۵۶زره ماشومان د پوليو ضد له واکسينه پاتې کېږي. دوی وايي، دغه ماشومان ډېری يې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې دي.
جوزجان کې نن د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شو.
جوزجان کې د روغتيا نړيوال سازمان د ولايتي دفتر مسوول صادق عطايي سلاموطندار ته وايي، په دې ولايت کې د ناامنیو له کبله له ۱۷۷ زرو ماشومانو چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي، ۱۲۱زره يې شبرغان ښار او ولسواليو کې د پوليو ضد واکسين کېږي.
د عطايي په وينا، د لوړو امنيتي ګواښونو له کبله په يو شمېر ولسواليو کې ۵۶ زره ماشومان د پوليو ضد له واکسينه بېبرخې پاتې کېږي.
جوزجان کې د ماشومانو د پوليو ضد واکسين د ۶۷۰ روغتيايي کارکوونکيو او رضاکارانو له لوري تطبيقېږي.
د ياد ولايت د محلي ادارې مسوولان له طالبانو غواړي چې د ماشومانو د واکسين مخنيوی ونهکړي.