Asset 1SWN

د چارو ادارې او درېوو وزارتونو د اداري چارو اسانولو لپاره هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

بببب

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د چهارشنبې په ورځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې د وزارتونو او دولتي ادارو ترمنځ د اداري کارونو د ساده کولو په موخه د عامې روغتیا، کرنې او پوهنې وزارتونو او له ښاروالي او برښنا شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې غونډه کې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په ادارو کې د پروسو او ملکي خدمتونو پر ساده کولو ټينګار وکړ او ويې ويل، ا.ا هڅه کوي چې خلکو ته پر وخت او ښه خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي د حکومت له ټولو ادارو وغوښتل چې د خپلو ظرفیتونو په کارولو سره خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو بهیر ژرترژره بشپړ او د نااړینو جوړښتونو او د خلکو ګڼه‌ګوڼې مخه ونیسي.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله اغا په دولتي ادارو کې د اسانتیا برابرولو بهیر یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه چې د ا.ا په ټولو ادارو کې د پېچلو پروسو اسانول لازمو اقداماتو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د برښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمان رحماني د چارو له ادارې څخه وغوښتل چې په دې اداره کې د تدارکاتو په بهیر کې شته ستونزې ژرترژره حل کړي؛ ځکه په وینا یې، اوس یاد بهیر ډېرې ستونزې لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د يادونې ده چې په تېرو درېوو کلونو کې د چارو ادارې له بېلابېلو وزارتونو او رياستونو سره د اداري پروسو او ملکي خدمتونو د ساده کولو په موخه تر ٥٠٠ ډېر هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام