پر فلسطین د اسراییلي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳۲۹ فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۹۷۰۰ کسان ټپیان دي.
په وژل شویو فلسطینیانو کې ۷۲۴ یې ماشومان دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د الجزیرې خبري شبکې نن یکشنبه د اکتوبر ۱۵مه راپور ورکړی چې دغه کسان له هغه مهال راهیسې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې وژل شوي چې حماس ډلې پر دغه هېواد پراخ برید وکړ.
د راپور پر بنسټ د تېرې اوونۍ په پای کې د حماس لهخوا د اسراییلو پر سوېلي سیمو د بریدونو له پیل راهیسې په اسراییلو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۰۰ ته رسېدلی او تر ۳۴۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
د دې ترڅنګ په فلسطین کې زرګونه کسان وروسته له هغې بېځایه شوي چې اسراییلو له شمالي سیمو، سوېل ته د نږدې ۱،۱ میلیونه فلسطینیانو د تلو امر وکړ.
په همدې حال کې پر غزې د اسراییلي ځواکونو هوايي بریدونو ته په غبرګون کې ایران خبرداری ورکړی، که «اسراییل د غزې پر وړاندې خپلو جنګي جرمونو ته دوام ورکړي، د مقاومت لویه زلزله به رامنځته شي.»
په ورته مهال اسراییلي ځواکونو په لبنان کې پر حزبالله ډلې د هدفي بریدونو خبر هم ورکړی دی.
بلخوا ملګروملتونو پر اسراییلو غږ کړی چې له شماله د فلسطینیانو د اېستلو پر پرېکړې دې بیاکتنه وکړي او په وینا یې، دا چاره به ویجاړونکې بشري پایلې ولري.