د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د هاوان ناچاودې مرمۍ د چاودنې له کبله دوه ماشومان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د یاد ولایت امنیه قومنداني ویاند خالد سرحدي سلاموطندار ته وايي، نن پنجشنبه، سهار د هاوان مرمۍ چاودنې له دوو ماشومانو ژوند اخیستی او یو بل یې، ټپي کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه چې د هاوان یاده مرمۍ د تېرو جګړو له امله دې سیمه کې پاتې وه.
پېښه د غزني د ناوور ولسوالي «سراسیاب» کلي کې رامنځته شوې. پېښه هغه مهال شوې چې یادو ماشومانو بوټي راټولول. څه ورځې وړاندې هم د یاد ولایت قرهباغ ولسوالي اړوند سیمه کې د یوه لاسي بم چاودنې پرمهال درې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او درې نور بیا ټپیان وو.
له دې پېښې سربېره د هېواد په ګڼو سیمو کې د ناچاودو توکو چاودنې له امله خلکو ته مرګژوبله اوښتې چې ډېری قربانیان یې، ماشومان دي.