Asset 1SWN

سلام وطندار

د تېلو سپما؛ د پاکستان پنجاب کې عامه ټرانسپورټ وړیا کېږي

WhatsApp-Image-2026-04-03-at-3.38.51-PM

د پاکستان د پنجاب ایالت اعلا وزیرې مریم نواز اعلان کړی چې دغه ایالت کې به د خلکو لپاره عامه ټرانسپورټ وړیا کړي.

نوموړې دا اعلان وروسته له هغه کړی چې د فدرالي حکومت له‌خوا په اسلام‌اباد کې د ورته یو پروګرام خبر ورکړل شوی دی.

هغې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې خلک دې له دې اسانتیاوو پوره ګټه واخلي او د سفر لپاره دې عامه ترانسپورت غوره کړي، څو سفرونه اسانه، ارزانه او د چاپېریال لپاره ګټور شي.

نوموړې لیکلي: « نړیوالو کړکېچونو په ترڅ کې د نړیوالو تیلو د بیو لوړېدو په پاکستان کې د پټرولو او ډیزلو په لګښتونو کې د پام وړ زیاتوالی راوستی دی. د خپلو بزګرانو د خوندیتوب لپاره، په پنجاب کې به ټول هغه د غنمو کروندګر چې تر ۲۵ جریبو پورې ځمکه لري، د هر جریب لپاره ۱۰ لیتره ډیزل په ۱۵۰ روپۍ فی لیټر سبسایډي ترلاسه کړي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان کړی و چې فدرالي حکومت به په اسلام‌اباد کې د عامه ترانسپورت لګښتونه پر غاړه واخلي.

د ایران-امریکا او اسراییلو ترمنځ د روانې جکړې له امله په نړیواله کچه د تېلو په بیو کې لوړوالی راغلی چې پربنسټ یې، ګڼ‌شمېر هېوادونه د تېلو سپما او لګښت کمولو لپاره بېلابېلې لارې چارې غوره کړې دي.

همدارنګه، د اسټرالیا د ویکتوریا او تسمانیا ایالتونو هم اعلان کړی و چې د تېلو د سپما لپاره به د عامه ترانسپورت فیسونه معاف کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام