Asset 1SWN

له ۳۰ ښځو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ ۲۸ ویلي چې په لوی اختر کې قرباني نه کوي

عید-قربان-1-qpn54xc09oi4rfnw1jmk6j7qbvhkv1jjohbia18b60

اختر، هغه مناسبت دی چې ښځې ورته ډېرې هوسېږي او په ډېرې مینې او علاقې ورته دومره تیاری نیسي چې سړی فکر کوي یوازې د دوی دی. د قالینو ټک‌وهل او وړیو ټکول، د کور پاکول او له اختر مخکې د اختریزو وسایلو پېرل هغه څه دي چې ښځې یې د هر اختر لپاره کوي.

اوس چې لوی اختر را روان دی، یوشمېر هغه ښځې چې د قرباني کولو مالي وړتیا لري، خو وايي، د ټولنیزو او مالي مسایلو له کبله نه غواړي چې ویې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سلام‌وطندار په دغه راپور کې له ۳۰ ښځو سره چې مالي امکانات لري، مرکې کړي او ۲۸ هغو یې ویلي چې په لوی اختر کې قرباني نه کوي. ډېری ښځې چې پیسې لري، د قرباني پر ځای، د سرو زرو پېرلو او د پیسو ساتلو ته زړه ښه کوي او یا یې هم په نورو څیزونو لګوي.

د کابل اوسېدونکې انیه غفوري او مریم رحماني وايي، په لوی اختر کې د قرباني کولو نیت نه لري او زیاتوي چې زړه یې غواړي سره زر وپېري. دوی زیاتوي:

«په کور کې مې پلار قرباني کوي، هماغه بس ده. زما نه یادېږي چې ښځې دې زموږ کور کې قرباني کړې وي؛ تل مې پلار او اوس هم ورور قرباني کوي. زه په خپله میاشتنۍ تنخوا سره زر اخلم. ښه ده چې نجلۍ خپلې پیسې ولري؛ نو ځکه قرباني نه کوم.»

«زما خوښېږي چې ډېر بنګړي ولرم؛ د همدې لپاره څومره پیسې چې هره میاشت لاس ته راځي، سره زر مې بدلوم. خاوند مې قرباني کوي؛ د کورنۍ غړي مو کم دي؛ همدا چې خاوند مې قرباني کوي، سيي ده.»

په افغاني ټولنه کې نارینه‌ تل له ښځو ښه‌والی غوره کړی او دا تمه ده چې هغوی باید لومړی قرباني وکړي او ښايي همدا د ښځو د قرباني کولو مخه ونیسي.

 د کندوز او سرپل اوسېدونکې پروانه او رابعه وايي، همدا چې نارینه قرباني کوي، بس ده. دوی زیاتوي:

«زه دنده لرم؛ په یوه ښوونځي کې مدیره یم او عاید هم لرم، خو تراوسه مې د قرباني کولو فکر نه‌دی کړی او پر دې نظر یم، هماغه یو نارینه چې کور کې قرباني وکړي، سيي ده. کومې پیسې چې ګټم، ډېری یې پر ځان او کورنۍ لګوم؛ سره زر یا جامې پېرم او یا هم ملګرو سره چکر ته ځم.»

«زه یوه نجلۍ یم؛ واده مې نه‌دی کړی او پلار مې شته، هر کال قرباني کوي؛ اړتیا نشته چې زه قرباني وکړم. زه لږ پیسې ساتم؛ ځکه په راتلونکي کې ډېر پلانونه لرم؛ یعنې غواړم ځمکه وپېرم یا هم سوداګري وکړم.»

د ټولنیزو او مالي لاملونو تر څنګ، د ښځېتوب علاقه یو بل لامل دی چې ښځې له قرباني کولو را ګرځوي او د کور جوړولو او ښکلا ته یې هڅوي.

د ننګرهار یوه ۲۵ کلنه اوسېدونکې لیمه وايي: «دنده لرم، قابله یم، قرباني کوو، خو زه یې نه کوم. زموږ کورنۍ کې مې پلار قرباني کوي؛ نیکه مې قرباني کوي؛ د همدوی قرباني بسنه کوي. زموږ کورنۍ کې مور او نورې خویندې مې قرباني نه کوي. پیسې مې د بل ورور واده لپاره ټولوم.»

د کاپیسا اوسېدونکې سحر هم وايي: «پوروړي یوو، زموږ کور کې چا د قرباني کولو نیت نه‌دی کړی. مور مې ښوونکې ده او تر اوسه یې تنخوا نه‌ده اخیستې او خویندې مې کوچنۍ دي. زه د کور نفقه ګټم؛ پیسې مې په کور او کورنۍ لګوم.»

په لوی اختر کې قرباني کول د اسلام‌ له نظره موکد مستحب دي او هغو کسانو ته یې د کولو سپارښتنه کېږي چې مالي وړتیا لري؛ خو واجب نه‌ده. یوشمېر هغه ښځې چې په دغه راپور کې ورسره مرکې شوي، وايي چې سږ کال غواړي د قرباني پیسې پر خیریه کارونو ولګوي.

د کندوز او سرپل اوسېدونکې ناظمه چې ۲۸ کلنه ده او عزیزه وايي، د قرباني پیسې پر خیریه بنسټونو او د نجونو پر ښوونیزو مرکزونو لګوي. دوی زیاتوي:

«د دې لپاره چې قرباني نه کوو، پیسې مو په څو خیریه کارونو لګوو؛ یوه برخه یې زموږ په سیمه کې خیریه بنسټونو ته ورکوو او نورې یې څو اړمنو کسانو ته ورکوو.»

«پلان لرم چې په راتلونکي کې د ځوانو نجونو لپاره یو ښوونیز مرکز جوړ کړم چې ډېر کم فیس به ترې اخلم او هغو ښځو ته به هم ځای ورکړل شي چې زده‌کړې یې نه‌دي کړي. ما تل له خپلو خلکو، په تېره ځوانانو سره مرسته کړې ده.»

بله‌خوا د ښځو حقونو یوشمېر فعالانې وايي، ښځې له پخوا راهیسې د اخترونو لپاره چمتووالی نیسي، خو په ټولنه کې د نرواکۍ له کبله د قرباني مسوولیت یوازې د نارینه‌وو ګڼل کېږي.

د ښځو حقونو فعاله محجوبه حبیبي وايي: «نارینه باید په هر کار کې مخکې وي، ان په قرباني کولو کې. ډېری ښځې شته چې وسه یې لري او علاقه هم ورسره لري، خو نارینه یې اجازه نه ورکوي او ورته وايي، همدا چې زه یې کوم، بس ده.»

دیني عالمان بیا د ښځو له لوري قرباني کول متسحب بولي او وايي، ټول مسلمانان چې مالي امکانات لري، باید قرباني وکړي. یو دیني عالم قطب‌الدین مجتهد وايي، قرباني کول خدای پاک ته د نږدې کېدو تر څنګ، د خواخوږۍ، د اړیکو پیاوړتیا او له اړمنو سره د مرستې په برخه کې مرسته کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «قرباني کول یوازې خدای ته د نږدې کېدو او د ثواب ترلاسه کولو برخه کې موږ سره مرسته نه کوي، بلکې له نورو هېوادوالو او خلکو سره د مرستې لامل هم کېږي. اسلام پر یوه مهم اصل چې ټینګار کړی، هغه دا ده چې د بې‌وزلو لاسنیوی وشي او ورورلي زیاته شي.»

د یادونې ده چې افغانان له اقتصادي ستونزو سره سره هر کال هڅه کوي چې د حج او قرباني دین ادا کړي، خو په بېلابېلو کارونو کې د ښځو له پامه غورځول لامل شوي چې هغوی په قرباني کولو کې هم د محدودیت احساس وکړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام